به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د حقوق جزا وضعيت په عصر حاضر کې

سال

: 2020.09.25

ګروه ها

: حقوق

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 55

کد فایل

: 298

مقطع

: لیسانس

سریزه: نو چې په يوه ټولنه کې هر شخص احتياج او ضرورت لري نو بناً که چيرې د ټولنې د افرادو اقدامات او اعمال د ضرورتونو د رفع کولو او د غوښتنو د پوره کولو لپاره بدون د حد او قيد څخه او يا بدون د مقرراتو په چوکاټ کې انجام شي ، په يقينې توګه ويلاي شو چې ددې افرادو دا اعمال او اقدامات يو د بل سره په ټکر کې واقع کيږي او په ټولنه کې د بې نظمۍ ، د حقوقو د تلف کيدو او د نورو د حقوقو تر پښو لاندې کيدو سبب کيږي ، د دې څخه داسې ايجاب کيږي چې د انسانانو اعمال او قدامات د قانون په چوکاټ کې صورت ونيسي، اما ددې قواعدو او مقرراتو باوجود ځينې افراد په ټولنه کې شته چې په خپلو مشروعو حقوقو باندې اکتفا نه کوي او پدې هڅه کې دي تر څو د خپلو غوښتنو او حوايجو د پوره کولو لپاره د نورو په حقوقو باندې تجاوز وکړي نو ددې تجاوزاتو په نتيجه کې قانوني تخلفات او جرايم رامنځته کيږي. نو څرنګه چې په يوه ټولنه کې جرايم يو قسم نه دي ، نو په ځينو ټولنو کې حيرانوونکي جرايم ترسره کيږي .په هر ترتيب د مجرمينو موجوديت ددې مستوجب دي تر څو جزاګانې وجود ولري او په مجرمينو باندې تطبيق شي تر څو د هغه په تطبيق سره د يوې خوانه مجرمين اصلاح اوتربيه شي او د بلې خوانه ټولنه د مجرمينو په مقابل کې دفاع او حمايه شي .بايد له ياده ونه باسو چې د حقوق جزا علم ډير اوږد او طولاني قدامت لري چې حتې قرون اولى اوهغه ابتدايي بشري ټولنو ته رسي کوم چې بشر په ډير ابتدايي شکل ژوند  درلود، او دولتونه لاايجاد شوي نه وه، په هغه وخت کې هم يو تعداد کسان موجود وه چې د نورو اشخاصو په مال ، ځان او ابرو باندې تجاوز کاوه، د بلې خوا په انسانانو کې دا يوه طبعي غريزه ده چې کله هم د تجاوز لاندې قرار ونيسي نو د انتقام روحيه پکې را اوچتيږي او د متجاوز شخص څخه د انتقام اخستلو کوشش کوي نو د همدې فطري غريزې په نظر کې نيولو سره ويلاي شو چې د حقوق جزا قواعد د هماغه انساني ژوند د لمړيو وختونو څخه وجود درلود ، او کله چې د ژوندانه په ټولو ساحو کې پيشرفت او تکامل منځته راغي نو ورسره د حقوق جزا په قواعدو او مقرراتو کې هم بدلون او تحولات منځته راغلل او کله چې دولتونه منځته راغلل نو بيا هم دومره قوي نه وه چې جنايي مسايلو ته رسيدګي وکړي نو بناً ويلاي شو چې په هغه خت کې د مجرمينو په مقابل کې کوم عکس العمل ښودل کيده بدون د دولت د مداخلې پخپله د خصوصي افرادو لخوا د انتقام اخستلو په منظور وه ، او انتقام اخستل ډير مهم وه تردې حده چې انتقام اخستل د مجني عليه او د هغه د خپلوانو لپاره د ټولو څخه لومړي او ضروري وجيبه وه او د انتقام نه اخستل د مجني عليه او دده د کورنۍ د حيثيت، وقار او شهامت د نه موجوديت په معنې وه او بې غيرتي ګڼل کيده نو همدا وجه وه چې انتقام اخستل هم ډير شديد او بې رحمانه وه ، د مثال په ډول په ژوندون د پوستکي ايستل ، په دار ځړول ، په حيواناتو پورې تړل ، ژوندي تر خاورو لاندې کول دبدن د عضوې پرې کول او داسې نور... يعنې هر څومره به چې انتقام سخت او شديد وو په هماغه اندازه د انتقام اخستونکي عزت او وقار ګڼل کيده .د وخت په تيريدو سره دغه دولتونه تر يو حده يي په جنايي معاملاتو کې مداخله کوله او نه يي پريښوده چې په غچ اخستلو کې تيري وکړي ، نو د انتقام اخستلو لپاره يي بعضې قيودات وضع کړل چې مجني عليه به مجبور وي چې د دغه قيوداتو په چوکاټ کې انتقام واخلي او د دې  چوګاټ څخه يي تجاوز نشو کولاي خو ددې سره سره بياهم دولتونه ابتدايي و او کافي قدرت يي نه درلود ځکه نو يواځې د قواعدو په وضع کولو يي اکتفا کوله او انتقام اخستنه بيا هم خصوصي افرادو ته پريښي وه . او کله چې د دولتونو قدرت ورځ له ورځې زياتيده نو کوشش يي وکړ چې د خصوصي افرادو لاس د غچ اخستنې او د مجازاتو د تطبيق څخه لنډ کړي او کله چې په اووم ميلادي پيړۍ کې د محمد ص په رهبرۍ د اسلام مقدس دين خلکو ته راغي او د اسلام په منځته راتګ نه يواځې چې جزا د انسانانو پورې منحصره او محدوده شوه بلکې د انسانانو د جملې څخه هم يواځې عاقل ، بالغ ، مختار او هم د آزادې ارادې لرونکي اشخاص مسول و پيژندل شول ، اطفال ، مجانين او هغه اشخاص چې د جبر او اکره په اساس د يو جرم مرتکب کيدل د جزا څخه معاف شول .

 

.

فهرست مطالب

سريزه    2

لمړي فصل

جزايي مکتبونه او د جزايي نظرياتو تحول يا بدلون

اول مبحث:د اسلام جزائي نظام   11

اول مطلب: په حقوق جزا اسلام کې د مجازاتو اساس او بنسټ         11

دوهم مطلب: په حقوق جزاي اسلام باندې حاکم اصول      14

دوهم مبحث : د حقوق جزايي عرفي د مکاتبو له نظره په جزايي نظرياتو کې تحول     17

لومړي مطلب: د مطلق عدالت مکتب       17

دوهم مطلب: کلاسيک مکتب      18

دريم مطلب:دپوزيټويست مکتب   20

څلورم مطلب:د اصالت عام مکتب 22

دوهم فصل

د مجازاتو ډولونه

لمړي مبحث : اعدام       23

١_ د انفرادي اشخاصواوعلماؤ په سطحه   23

٢_ د جزايي مکتبونو په سطحه     24

٣_د مملکتونو د جزايي قوانينو په سطحه  24

دوهم مبحث: د قطع يا د بدن د نقص مجازات       29

دريم مبحث:دُره اود حدودو د اجرا طريقې 30

څلورم مبحث: دازادۍ سلبوونکې جزاګانې 31

پنځم مبحث: د آزادۍ محدودونکې جزاګانې         33

شپږم مبحث : د حقوقو سلب کوونکې جزاګانې      34

اووم مبحث: نقدي جزا(جريمه)    35

دريم فصل

د مجازاتو کلي اصول او د هغه هدفونه

اول جز: د مجازاتو د قانونيت اصل            40

دوهم جز: د مجازاتو د تساوي اصل          41

دريم جز: د مجازاتو د شخصي والي اصل  41

پــايــلـــــــــــــــــه         52

ماخذونه 54

 

منابع:

١_ قرانکريم

٢_ دانش، تاج زمان،حقوق زندانيان و علم زندانها،( تهران:مؤسسه انتشارات و چاپ دانشګاه تهران،١٣٧٣ هـ ش )

٣_دانش، پوهاند حفيظ الله ، عمومي حقوق جزا،لمړي ټوک ،( کابل: IDLO ،١٣٨٨ هـ ش )

٤_ دانش، پوهاند حفيظ الله ، عمومي حقوق جزا،دوهم ټوک،( کابل:IDLO ، ١٣٨٨ هـ ش )

٥_ دانش، پوهاند حفيظ الله ، جزاشناسي،( کابل:IDLO ، ١٣٨٨ هـ ش )

٦_دانش، پوهاند حفيظ الله ، د جزا پيژندنې لکچرنوټ،ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي ، دريم ټولګي،١٣٨٨ هـ ش )

٧_ سابق، السيد، حدود و تعزيرات از فقه السنة،ژباړن:محمد موسى نهمت ،( کابل: مرکز خدامات کمپيوتري نويد،١٣٧٤ هـ ش)

٨_ شمس صافي،شمس الاسلام،د حقوق جزا تاريخ ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي،دريم ټولګي،١٣٨٨ هـ ش )

٩_ عدليي وزارت ،رسمي جريده ، د جزا قانون ديارلسمه ګڼه پرله پسې لمبر٧٤٧، ١٣٥٥ هـ ش

١٠_ عوده،عبدالقادر، د اسلام جنائي تشريع او وضعي قوانين،ژباړن:عبدالهادي هدايت ،( پيښور: د پيغام نشراتي مرکز،١٣٨٥ هـ ش )

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059